لغمان کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې
د لغمان ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت په همغږي د لغمان پوهنتون له لوري د یاد ولایت مرکز مهترلام ښار مرکزي جمنازیوم کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د فوټبا سیالۍ د اقتصاد پوهنځي په اتلولي پای ته ورسېدې.
د یادو سیاليو پایلوبه کې اقتصاد پوهنځي د ۴ پر ۲ ګولونو په توپیر خپلې سیالې انجنیري پوهنځي ته ماتې ورکړه او اتلولي یې وګټله.
دا سیالۍ د زده کړیالانو ترمنځ د یووالي او ورزش ته د هڅولو په موخه ترسره شوې، چې یوه اوونۍ یې دوام وکړ.
