د کابل - پنجشیر په لاره د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د موټرسايکل ځغلونې نندارې ترسره شوې
د بايسکل ځغلونې او موټرسایکل ځغلونې ملي فدراسيون له لوري د کابل، ميدان وردګ او پنجشېر ولایتونو ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ په فري سټايل سبک کې د موټرسايکل ځغلونې نندارې ترسره شوې.
دغه نندارې له کابل څخه د پنجشېر بازارک پورې په ۳۰۰ کيلو متري واټن کې ترسره شوې، چې موخه یې د ورزشکارانو ترمنځ يووالی رامنځته کول و.
