کابل کې د اتو لوبډلو ترمنځ د ويلچر بسکټبال سيالۍ پيل شوې
د پارا المپيک ملي فدراسيون په همکارۍ د سور صلیب په ورزشي جمنازيوم کې د اتو لوبډلو ( ۸۰ ) ورزشکارانو ترمنځ د ويلچر بسکټبال سيالۍ پيل شوې.
په دغو سياليو کې د هرات، فارياب، بلخ، بدخشان، ننګرهار، پروان، لغمان او کابل ولایتونو ورزشکارانو ګډون کړی دی، چې درې ورځې به دوام وکړي.
د دغو سياليو په لومړۍ لوبه کې کابل لوبډلې خپلې سیالې فارياب لوبډلې ته د ۴۹/۳۳ امتيازونو په توپير ماتې ورکړه او لومړۍ بريا يې خپله کړه.
د يادو سياليو موخه ورزش ته د معلولينو هڅول دي.
