علی بلال د بدن "ښکلا نیویارک پرو" سیالیو اتلولي وګټله
د بدن ښکلا افغان ورزشکار علی بلال د بدن ښکلا "نیویارک پرو" سیالیو کې له برازیلي او اندونيزيايي پیاوړو سیالانو د دغو سیالیو اتلولي وګټله.
په دغه سیالۍ کې له برازیل څخه ادوان پالیمر دویم مقام او اندونیزیا څخه ایسای کسیک د درېیم مقام ګټونکی شو.
علی بلال پر دې سربېره د ٢٠٢٤ ارنولد کلاسيک اتلولي او مسټر المپیا کې د دویم مقام ګټلو وياړ هم لري.
