هلمند؛ نادعلي ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پای ته ورسېدې
د هلمند ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ، د فوټبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د نادعلي ولسوالۍ په مرکزي لوبغالي کې د ۱۶ ب لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ د اميري ځوانانو لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د يادو سياليو په پايلوبه کې اميري ځوانانو لوبډلې خپلې سيالې شاهين لوبډلې ته ۳-۰ گولونو په توپیر ماتې ورکړه او اتلولي يې وگټله.
دا سیالۍ د ځوانانو سالم مصروفیت په موخه وشوې، چې شاوخوا ۲۰ ورځې يې دوام وکړ.
