چلسی د حذفی جام بل پړاو ته لاړ

ناپیژنده (not verified)
چلسی د حذفی جام بل پړاو ته لاړ

تمیم هیبت

یکشنبه، مرغومی ١٩مه ،١٤٠٠

چلسی په استمفوربریچ کې د چیسټرفیلډ په وړاندی بریا سره د حذفی جام راتلونکي پړاو لپاره لاره پیدا کړه.

د حذفی جام په دریم پړاو کې، چلسي او چیسټرفیلډ په استمفوربریچ کې سره د لوبې ډګر ته ننوتل .

چي دا لوبه 1-5 په پایلی د چلسی په ګټی پای ته ورسیده.

د دې لوبې ګولونه تیمو ورنر په شپږمه دقیقه کې، کالوم هاډسون اډوي په ۱۸مه دقیقه کې، لوکاکو په ۲۰مه دقیقه کې، اندراس کریسټینسن په ۳۹مه دقیقه کې او حکیم زیاش په ۵۵مه دقیقه د چلسی تیم لپاره ګولونه ترسره کړل .

د چیسټر تیم یوازینی ګول په ۸۰مه دقیقه کې کواسی اسانته وواهه.