د بارسلونا او ګراناډا ترمنځ لوبه مساوي پای ته ورسېده

ناپیژنده (not verified)
د بارسلونا او ګراناډا ترمنځ لوبه مساوي پای ته ورسېده

تمیم هیبت

یکشنبه، مرغومی ١٩مه ،١٤٠٠

بارسلونا د لا لیګا په شلمه اونۍ کې تیره شپه د ګراناډا کوربه و چی په پای کې د دواړو لوبډلو ترمنځ لوبه ۱- ۱ مساوي پای ته ورسېده.

بارسلونا لوبه ښه پیل کړ او په ۸ مه دقیقه کې یې د لوک دی ونګ سر په ضربی توپ په لومړی ګول بدل کړ خو ورسته دا معلومه شوه چې هغه مخکې له دې چې د بارسا ګول ترسره کړی د بارسا بل لوبغاړي په آف سایډ کې وه او دا مسله د VAR لخوا هم تایید شوه او د بارسا ګول رد شو او لوبه په لومړۍ نیمايي کې بې ګول پای ته ورسېده

په دوهمې نیمايي کې بارسا بیا ښه پیل درلوده او په ۵۷مه دقیقه کې د لوک دی ونګ له خوا د بارسلونا لوړی ګول وشو او د ګراناډا ګول هم د پورتاس له خوا په ۸۹ مه دقیقه کې ترسره شو چې په پای کې لوبه ۱-۱ مساوي پای ته ورسېده.