د ریال مادریدبریا د والنسیا پر وړاندې

تمیم هیبت
یکشنبه، مرغومی ١٩مه ،١٤٠٠
د "وارزش سه" راپورنو له مخی ، د کارلو انجلوتي ټیم چې نوی کال یې د ختافه په وړاندې په ناڅاپي ماتې سره پیل کړی وو نن شپه د والنسیا په وړاندې د خپلو سیالانو څخه په بشپړه توګه غوره لوبډله ښکاريده ریال مادرید لوبه طوفانی پیل کړه او په ٤٣ مه دقیقه کې کریم بنزما د پنالتی په ضربی د ریال لومړی ګول وواهه
په پای کې لوبه د کریم بینزیما او وینسیوس (دوه دوه ګولونو) په ترسره کولو ریال وګټله او د والینسیا لوبډلې یوازینی ګول د ګونسالوګډس له خوا ترسره شو او لوبه ۴-۱ د ریال ماډریډ په ګټه پای ته ورسېده.