زیدان؛ ټاکل شوی فرانسې ته راستون شوی

Afzal-af
زیدان؛ ټاکل شوی فرانسې ته راستون شوی

د ریال ماډریډ پخوانی روزونکی زیدان ممکن په پاریس سنټ جرمن کې د موریسیو پوچیتینو ځای ونیسي.

د فرانسوي رسنیو ”مارکا“ د راپورونه له مخې ټاکل شې ده چې زین الدین زیدان، د ریال ماډریډ پخوانی روزونکی به ډیر ژر د پاریس سنټ جرمن کې د پوچیتینو ځای ونیسي.

د RMC خبریال ډنیل ریولو ، چې دا خبر یې څرګند کړ ، وویل چې یقینا دا کار به ډیر ژر پیښ نشي او ناصر الخلیفي غواړي ارجنټایني روزونکی د فصل تر پای پورې په پارک ډو پرنس کې کار ته دوام ورکړي.

ریولو هماغه ژورنالیست دی چې لومړی یې په تیر دوبي کې PSG ته د لیونل میسي راتګ اعلان کړ، او که دا معلومات ریښتیا وي، زیدان به د نیمار، لیونل میسي او احتمالي کیلین امپاپه سره په راتلونکي فصل کې کار وکړي.