ننگرهار کې د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د پانکريش سيالۍ وشوې

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۰ - ۲۰:۳۲
ننگرهار کې د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د پانکريش سيالۍ وشوې

د ننگرهار ولايت د بدني روزنې او ورزش ریاست په همکارۍ، د پانکريش فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز جلال آباد ښار کې د پنځو ولايتونو ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د پانکريش سيالۍ وشوې.

په يادو سياليو کې له کابل، مزارشريف، کونړ، لغمان او کوربه ننگرهار ولايتونو څخه د نويو ځوانانو، ځوانانو او لويانو په عمري کټگوریو کې د يو بل پر وړاندې سیالۍ ترسره کړې، چې په پايله کې يې ۲۵ تنو خپلو سيالانو ته په ماتې ورکولو سره برياوې خپلې کړې.

دا سیالۍ راتلونکو لوبو ته د ورزشکارانو د لا ښه چمتوالي په موخه وشوې، چې يوه ورځ يې دوام وکړ.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۲۲:۳۲
Background image

د افغانستان په کوربتوب د دوديزې غېږنيونې بین المللي جشنواره پای ته ورسېده

د افغانستان په کوربتوب د دوديزې غېږنيونې بین المللي جشنواره پای ته ورسېده

د افغانستان په کوربتوب د اوو هېوادونو( ايران، قرغيزستان، تاجکستان، ازبکستان، ترکمنستان او ترکيي) څخه د ۱۶۰ ورزشکارانو ترمنځ د دودیزې غېږنيونې بین المللي جشنواره، چې د ورزش ادارې په. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۲۲:۲۸
Background image

د کورنیو چارو وزیر خلیف.ه س.راج‌الدین ح.ق.ان.ي د دودیزې غېږنیونې جشنوارې د ګډون کوونکو هېوادونو له استازو سره وکتل

د کورنیو چارو وزیر، محترم الحاج خلیف.ه سراج‌الدین ح.ق.ان.ي، نن په کابل کې د دودیزې غېږنیونې د بین المللي جشنوارې له ګډون کوونکو هېوادونو د استازو او ورزشکارانو سره وکتل.

محترم خلیفه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۷:۴۹
Background image

د دودیزې غېږ نیونې بین المللي جشنوارې د پای مراسم ، قاري محمد یوسف احمدي:

د دودیزې غېږ نیونې بین المللي جشنوارې د پای مراسم ، قاري محمد یوسف احمدي:

BACK TO NEWS