زابل کې ۸۰ ورزشکارانو ترمنځ د قوت الرمي سيالۍ وشوې
د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همکارۍ، د قوت الرمي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز قلات ښار کې د پنځو ولايتونو ۸۰ ورزشکارانو ترمنځ د قوت الرمي دوه ورځينۍ سيالۍ وشوې.
په يادو سياليو کې له کندهار، باميان، کابل، غزني او کوربه زابل څخه ورزشکارانو د نويو ځوانانو، ځوانانو او لويانو په عمري کټگوریو کې د يو بل پر وړاندې سیالۍ ترسره کړې، چې په پايله کې يې کابل لومړی، زابل دويم او کندهار بيا درېيم مقام خپل کړ.
