کندز؛ کلباد ولسوالۍ کې د ۱۴ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې

org2_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۷ - ۱۴:۱
کندز؛ کلباد ولسوالۍ کې د ۱۴ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري یاد ولایت په کلباد ولسوالۍ کې د ۱۴ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ د الماس امیني لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د دغو سیالیو په پایلوبه کې د الماس امیني لوبډلې د یو پر صفر ګول په توپیر خپلې سیالې د الچینو اتحاد لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې وګټله.

د یادو سیالیو موخه د فوټبال ورزش ته وده ورکول و، چې دوې ورځې یې دوام وکړ.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۸ - ۸:۵۱
Background image

جوزجان؛ مردیان ولسوالۍ کې د ۸۰ ورزشکارانو ترمنځ د پهلوانۍ سيالۍ وشوې

د جوزجان ولایت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د پهلوانۍ ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مردیان ولسوالۍ کې د ۸۰ ورزشکارانو ترمنځ د پهلوانۍ سيالۍ ترسره شوې، چې يوه ورځ يې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۸ - ۸:۴۹
Background image

د فوټبال له ۱۷ کلونو کم عمره ملي لوبډلې قرغیزستان ته ماته ومنله

له ۱۷ کلونو کم عمره فوټبال ملي لوبډلې د منځنۍ اسیا ۲۰۲۶ اتلولي سیالیو خپله لومړۍ لوبه قرغیزستان ته د ٢ - ١ ګولونو په توپیر بایلوده.

په دغه سیالۍ کې حسیب الله امیري د افغانستان په ګټه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۷ - ۱۵:۹
Background image

تخار؛ مرکز تالقان ښار کې د ۲۰۰ چاپندازانو ترمنځ د وزلوبې سيالۍ پای ته ورسېدې

د تخار ولایت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د وزلوبې، نېزه وهنې او دوديزو لوبو ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز تالقان ښار کې د شمال او شمال ختيځ زونونو د ۲۰۰. . .

BACK TO NEWS