میدان وردګ؛ سید آباد ولسوالۍ کې د ٣٢ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې
د میدان وردګ ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په سید آباد ولسوالۍ کې د ٣٢ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د سید آباد زلمي لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.
د یادو سیالیو پایلوبه کې سید آباد زلمي لوبډلې له خپل ١٤٣ منډو هدف څخه دفاع وکړه او د ٥٦ منډو په توپیر یې خپلې سیالې کج قعلي لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې وګټله.
دا سیالۍ د ځوانانو ترمنځ د یووالي په موخه ترسره شوې، چې یوه اوونۍ یې دوام وکړ.
