بادغیس؛ مرکز قلعه نو کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د اس ځغلونې سيالۍ ترسره شوې
د بادغیس ولایت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د اس ځغلونې ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز قلعه نو کې د کال غوره اتل په نوم د ۱۶ لوبډلو ترمنځ په يورغه سبک کې د اس ځغلونې سيالۍ ترسره شوې، چې يوه ورځ يې دوام وکړ.
د دغو سياليو په پایله بصير احمد د زياتو امتيازونو په ترلاسه کولو سره اتلولي او د ۱۴۰۵ ه.ق کال غوره اس ځغلوونکي لقب خپل کړ.
