د ۲۰۲۲ کال د فوټبال د نړیوال جام د فوټبال توپ نندارې ته وړاندې شو
تمیم هیبت
شنبه، مرغومی ١١مه ،١٤٠٠
د تسنیم خبری آژانس د خبر له مخې، «فوی هد لاین» ویبپاڼې په قطر کې د ۲۰۲۲ کال د نړیوال جام د سیالیو رسمي توپ ننداریته وراندی کړ.
دغه توپ د آلماني شرکت «Adidas» له خوا تولید شوی او نوم یې «رحله» دی.
رحله یوه عربي کلمه ده چې سفر او سفرنامې ته وایي. د 2022 نړیوال جام لپاره قرعه کشۍ به د اپریل په لومړۍ نیټه ترسره شي.
د تېرو سیالیو برعکس، چې په دوبي کې ترسره کېدل، د قطر نړیوال جام به په ژمي کې د کوربه هېواد د ګرمې هوا له امله ترسره کېږي.
دیادونی وړ ده چی دغه سیالۍ به د نومبر په ۲۱ پیل او د ډسمبر په ۱۸ پای ته ورسېږي.