هلمند؛ بولان ولسوالۍ کې د ١٦ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې
د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په بولان ولسوالۍ کې د ١٦ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ اختریزې سیالۍ پیل شوې، چې ٢٦ ورځې به دوام وکړي.
د یادو سیالیو لومړۍ لوبه کې بولان ١٦ کلنو لوبډلې لوبډلې له خپل ١٥٨ منډو هړف څخه دفاع وکړه او د ٨ منډو په توپیر یې خپلې سیالې اخلاقي اتلانو لوبډلې ته ماتې ورکړه او د سیالیو لومړۍ بریا یې خپله کړه.
