ميدان وردگ؛ جغتو ولسوالۍ کې د نيزه وهنې سیالۍ وشوې

org2_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۵ - ۱۳:۳۰
ميدان وردگ؛ جغتو ولسوالۍ کې د نيزه وهنې سیالۍ وشوې

د ميدان وردگ ولایت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ، د نيزه وهنې، وزلوبې او سيمه ييزو لوبو فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په جغتو ولسوالۍ کې د درېيو لوبډلو ترمنځ د نيزه وهنې سیالۍ وشوې.

په دغو سياليو کې پر جغتو ولسوالۍ سربيره د غزني قره باغ او غزني لوبډلو گډون کړی وو، چې په پايله کې غزني قره باغ لوبډلې لومړی مقام خپل کړ.

يادو سياليو دوې ورځې دوام وکړ او په پای کې لومړي مقام گټونکې لوبډلې ته يو عراده موټرسایکل ورکړل شو.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۵ - ۱۶:۳۳
Background image

پروان؛ شیخ علي ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د پروان ولایت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د واليبال ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په شېخ علي ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې.

د دغو سياليو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۵ - ۱۶:۳۱
Background image

تخار؛ هزار سموچ ولسوالۍ کې د ۶۰ چاپندازانو ترمنځ د وزلوبې سيالۍ پای ته ورسېدې

د تخار ولایت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د وزلوبې، نېزه وهنې او دوديزو لوبو ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په هزار سموچ ولسوالۍ کې د ۶۰ چاپندازانو ترمنځ د وزلوبې سيالۍ. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۵ - ۱۶:۳۰
Background image

کندز؛ کلباد ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د کندز ولايت د بدني روزنې او ورزش ریاست په همغږۍ، د فوټبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د کلباد ولسوالۍ په اچغر سيمه کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ د خاتون قلعه ځوانانو لوبډلې په. . .

BACK TO NEWS