ارزګان کې د امن جام سیالیو پای
نعيم پرهېز
شنبه، مرغومی ۱۱، ۱۴۰۰
ارزګان کې د اتهه لوبډلو ترمنځ د امن جام سیالۍ چې ۲۱ ورځې وړاندې پیل شوي وې، د اتفاق لوبډلې په بریا پای ته ورسېدې.
د دې سیالیو پای لوبه ۱-۱ ګول پر وړاندې مساوي پای ته ورسېده چې وروسته په پنالټيو سره ۲- ۵ ګولونو وهلو پر وړاندې اتفاق لوبډلې وګټله.
ميرويس خان د دې سیالیو غوره لوبغاړی، کریم الله غوره ګول وهونکی او امان الله غوره ګول ساتونکی ونومول شو.
