د سرپل مرکز کې د ۱۰۰ کورشکارانو ترمنځ د کورش سيالۍ ترسره شوې

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۴ - ۲۱:۳۸
د سرپل مرکز کې د ۱۰۰ کورشکارانو ترمنځ د کورش سيالۍ ترسره شوې

د سرپل ولایت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د کورش ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز کې د ۱۰۰ کورشکارانو ترمنځ د کورش سيالۍ ترسره شوې.

د دغو سياليو په پایله کې د ۱۵ جوړو لوبې مساوي او ۳۵ کورشکارانو خپلو سيالانو ته په ماتې ورکولو سره برياوې خپلې کړې او د ډاليو ګټونکي شول.

د يادو سياليو موخه د کورش ورزش ته وده ورکول او د کوچني اختر نمانځل و، چې يوه ورځ يې دوام وکړ.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۸:۵
Background image

میدان وردګ؛ سیدآباد ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د میدان وردګ ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت له لوري د یاد ولایت په سید آباد ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د حکیم خېلو لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۸:۳
Background image

خوست؛ مرکز متون ښار کې د څلور لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ ترسره شوې

د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت مرکز متون ښار کې د څلور لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د تڼیو منتخبې لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه کې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۷:۴۵
Background image

کابل؛ د ورزش ادارې فني او مسلکي مرستيال حافظ احمد جان ځدراڼ له لوري د کندز د فوټبال ۱۴ کلنو لوبډله وستايل شوه

د ورزش ادارې فني او مسلکي مرستيال حافظ احمد جان ځدراڼ له لوري کابل ته د يورش حکيم کندز د فوټبال ۱۴ کلنو راغلې لوبډله په خپل کاري دفتر کې د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې وستايله.

په دغو. . .

BACK TO NEWS