خوست؛ ځاځي میدان ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې
د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د ياد ولایت په ځاځي میدان ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ، چې یوه میاشت مخکې پیل شوې وې؛ د همت پاچا لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.
د یادو سیالیو پایلوبه کې همت پاچا لوبډلې د درېوو ویکټو په زیان د خپلې سیالې خپلواک لوبډلې د ۱۳۱ منډو هدف ترلاسه کړ او د اوو ویکټو په توپیر یې د دغو سیالیو اتلولي وګټله.
