کندز کې د ۱۴ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ پای ته ورسېدې

org2_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۹ - ۱۲:۳۷
کندز کې د ۱۴ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ پای ته ورسېدې

د کندز ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز کې له ۱۶ کلنو کم عمره د ۱۴ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ، چې څو ورځې مخکې پیل شوې وې، پای ته ورسېدې.

د دغو سياليو په پايلوبه کې جوانان خراساني لوبډلې خپلې سیالې سعادت خصوصي لېسې لوبډلې ته د ۳/۱ ګولونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې خپله کړه.

د يادو سياليو موخه د نويو استعدادونو ملاتړ کول او هڅول و، د سياليو په پای کې غوره لوبډلې او لوبغاړو ته چمتو شوې ډالۍ او ستاينليکونه ورکړل شول.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۴:۲
Background image

پکتیا؛ زرمت ولسوالۍ کې د نيزه وهنې اختریزې سیالۍ وشوې

د پکتیا ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست په همغږۍ، د وزلوبې، نيزه وهنې او سيمه ييزو لوبو فدراسیون د استازولي له لوري د یاد ولایت په زرمت ولسوالۍ کې د ۳۳ نيزه وهوونکو ترمنځ د نيزه وهنې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۴:۱
Background image

فاریاب؛ مرکز میمنه کې د ۹۰ کورشکارانو ترمنځ د کورش سيالۍ ترسره شوې

د فارياب ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د کورش ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز ميمنه کې د ۹۰ کورشکارانو ترمنځ د کورش ټاکنيزې سيالۍ ترسره شوې، چې يوه ورځ يې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۳:۵۹
Background image

کندز؛ ګل تپې ولسوالۍ کې د ٣٢ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په ګل تپې ولسوالۍ کې د ٣٢ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د بغلان منتخبې لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو. . .

BACK TO NEWS