مانچستر یونایتد برنلي ته ماته ورکړه

تمیم هیبت
جمعه، مرغومی ١٠مه ،١٤٠٠
د تسنیم خبری آژانس د خبر له مخې، د انګلستان د غوره لیګ سیالیو د شلمې اونۍ په وروستۍ لوبه کې د مانچسټر یونایتد په اولد ترافورد لوبغالی کې د برنلی کوربه وو چی دا لوبه د ۳- ۱ په توپیر سره د منچستریونایتد په ګټه پای ته ورسیده.
د ما نچسټر یونایتد لپاره سکات مکموتومینا په ۸مه دقیقه کې، بن می په ۲۷مه دقیقه کې او کریسټیانو رونالډو په ۳۵مه دقیقه کې ګولونه ترسره کړل
آرون لنون په ۳۸مه دقیقه کې د برنلی لوبډلې لپاره یوازینی ګولترسره کړ.
مانچسټر یونایتد په 2021 کې د ٣١ امتیازنو سره د جدول شپږم ځای ته ورسیده برنلي، د 11 امتیازو سره، د جزیره لیک په جدول کې په اتلسم ځای کې پاتې دی.