ننګرهار؛ مرکز جلال آباد ښار کې د ۳۲ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې
د ننګرهار ولایت بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت مرکز جلال آباد ښار په سراج العمارت بڼ کې له پنځو ولایتونو د ۳۲ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ، چې لس ورځې مخکې پیل شوې وې؛ د شریفي اتحاد لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.
دا سیالۍ د ننګرهار، لغمان، کنړ، کاپیسا او کابل ولایتونو ترمنځ ترسره شوې، چې په پایله کې یې شریفي اتحاد لوبډلې د ۲ پر صفر میدانونو په توپیر خپلې سیالې شریفي سپورټ لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې وګټله.
