زابل؛ شاجوی ولسوالۍ کې د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د لاس چپه کولو سیالۍ ترسره شوې
د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په شاجوی ولسوالۍ کې له دوو کلبونو د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د لاس چپه کولو سیالۍ ترسره شوې.
د یادو سیالیو په پای کې د شمس الحق کلب ورزشکارانو لومړی او د عبدالحق کلب ورزشکارانو دویم مقام خپل کړ.
