د اسیا د فوټبال کنفدراسیون ۷۰ کلپونو ته خبرداری ورکړ

Afzal-af
د اسیا د فوټبال کنفدراسیون ۷۰ کلپونو ته خبرداری ورکړ

د ISNA په گزارش ، د آسیا فوټبال کنفدراسیون 70 کلپونو ته خبرداری ورکړی کېدای شي د یادو کلپونو جوازونه لغوه او د آسیا له چمپینز لیګ څخه حذف شي.

داسې ښکاري چې اسیا د فوټبال کنفدراسیون د خپلو معیارونو پوره کولو لپاره هوډمن دی.

د آسیا فوټبال کنفدراسیون کلپونو ته د جنوري تر 17 پورې وخت ورکړی چې د 2022 اسیا چیمپینز لیګ فصل لپاره د پچې اچونې وخت دی یادو کلپونو ته خبرداری ورکړي چې مسلکي جواز ترلاسه کړي ، که نه نو دوی به د چمپینز لیګ او نورو آسیایی سیالیو څخه لرې شي.

(ای اف سی )70کلپونو ته د سپورت، اداري، مالي، زیربناوو، حقوقي، سوداګریزو او اعلاناتو معیارونو په برخه کې د اړینو معیارونو د پوره کولو لپاره وخت ورکړی دی.

د اسیا د فوټبال کنفدراسیون (AFC۵۰ کلپونو ته د جاپان، دوه له ایران، درې له جنوبي کوریا، درې له فیلیپین او شپږ د متحده عربي اماراتو )خبرداری ورکړی دی.