لغمان؛ قرغیو ولسوالۍ کې د ۳۲ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۲ - ۶:۱۶
لغمان؛ قرغیو ولسوالۍ کې د ۳۲ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د لغمان ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په قرغیو ولسوالۍ کې د ۳۲ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د حاجي جاوېد لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه کې حاجي جاوېد لوبډلې د ۳ پر یو میدان په توپیر خپلې سیالې چهار باغ منتخیې لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي يې وګټله.

دا سیالۍ د ځوانانو ترمنځ د یووالي په موخه ترسره شوې، چې ۱۶ ورځې یې دوام وکړ.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۴ - ۲۲:۰
Background image

کندز؛ د هېواد شپږو ولایتونو کورشکارانو ترمنځ د کورش سيالۍ وشوې

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش رياست په همکارۍ د کورش ملي فدراسيون له لوري په ياد ولايت کې د بغلان، بلخ، فارياب، سمنګان، تخار او کندز ولایتونو د ۱۰۰ کورشکارانو ترمنځ د کورش سيالۍ. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۴ - ۲۱:۴۰
Background image

غزني؛ جغتو ولسوالۍ کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پيل شوې

د غزني ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په جغتو ولسوالۍ کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پيل شوې.

د دغو سياليو په لومړۍ. . .

BACK TO NEWS