زه به په جنوري کې ریال ته لاړ نه شم

ناپیژنده (not verified)
زه به په جنوري کې ریال ته لاړ نه شم

سمیر هیبت

چهارشنبه،مرغومی ۸مه ،١٤٠٠

کلیان امباپه په رسمي توګه اعلان وکړ چې هغه به د فصل تر پایه پورې د پارسن جرمن سره پاتې شي په تیرو کی راپورونو داسی ښودل چې کلیان امباپه به د جنوري په میاشت کې ریال سره یوځای شي.

خو هغه او پرېکړه کړی چې د ۲۰۲۲ کال د دوبي تر پایه به په پارسن جرمن کې پاتې شي، خو له دې لوبډلې سره به خپل تړون نه تمدید کوي.

هغه وويل: "زه له پاریس سنت جرمن سره خوشحاله يم.

تر څو چې په دې لوبډله کې يم، هڅه به وکړم چې له لوبډلې سره د اتلولۍ جام وګټم.

همدا اوس زما په ذهن کې یوازینی شی د چیمپینز لیګ کې د ریال ماډریډ پروړاندې بریا ده.

موږ چمتو یو چې غوره لوبه نندارې ته وړاندې کړو.