پکتیکا؛ ارګون ولسوالۍ کې د ۳۲ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې
د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوي د یاد ولایت په ارګون ولسوالۍ کې د ۳۲ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ، چې ۲۰ ورځې مخکې پیل شوې وې؛ د وتو بابا لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.
د یادو سیالیو پایلوبه کې وتو بابا لوبډلې د ۴ پر ۲ ګولونو په توپیر خپلې سیالې علیشاه کوټ لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې وګټله.
