خوست؛ په نادرشاه کوټ ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سيالۍ پای ته ورسېدې
د خوست ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند ټېپ بال کرکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري په نادرشاه کوټ ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سيالۍ پای ته ورسېدې.
د دغو سياليو پايلوبه د پیوستون او اتفاق لوبډلو ترمنځ وشوه، لومړی توپوهنه پيوستون لوبډلې وکړه او په ټاکلو لسو اورونو کې يې سيالې لوبډلې ته د یوه لوبغاړي په زيان ۱۳۷ منډې هدف کېښود، د لوبې په دويمه پاڼۍ کې اتفاق لوبډلې ياد هدف د څلورو لوبغاړو په زيان پوره کړ او په شپږو ویکټو يې اتلولي خپله کړه.
د يادونې وړ ده چې دغه سيالۍ يوه مياشت وړاندې د ليګ په شکل پيل شوې وې او نن پای ته ورسېدې.
