کابل کې د ملي لوبډلې د ۲۰ ورزشکارانو ترمنځ د اشي هارا کراټې د فني ارزونې او ټاکنیزې سیالۍ پيل شوې
د هېواد د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست اړوند د اشي هارا کراټې ملي فدراسیون له لوري د یاد ریاست په ۵۰۰ کسیز جمنازیوم کې د نویو ځوانانو، ځوانانو او د لویانو ورزشکارانو ملي لوبډلو د ۲۰ ورزشکارانو ترمنځ د اشي هارا کراټې د فني ارزونې او ټاکنیزې سیالۍ پيل شوې.
دا سیالۍ د ازبکستان په کوربتوب تاشکند ښار کې د اشي هارا کراټې اسیایي سیالیو کې د غوره ورزشکارانو د ګډون په موخه پیل شي، چې په پایله کې به ۱۰ غوره ورزشکاران د هېواد په استازولۍ ګډون وکړي.
د یادونې وړ ده، چې د اشي هارا کراټې اسیايي سیالۍ به د ازبکستان په کوربتوب د روان میلادي کال د اپریل میاشتې په ۲۴ نېټه د اسیایي هېوادنو ورزشکارانو ترمنځ په فورم او مبارزه سبک کې پيل شي.
