تخار؛ فرخار ولسوالۍ کې د ۶۰ چاپندازانو ترمنځ د وزلوبې سیالۍ پای ته ورسېدې
د تخار ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د وزلوبې، نېزه وهلو او دودیزو لوبو ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په فرخار ولسوالۍ کې د ۶۰ چاپندازانو ترمنځ د وزلوبې سیالۍ پای ته ورسېدې.
د دغو سیالیو په پایله کې فیض محمد، ضیا الله، شمس الله او جلیل پهلوانان تر نورو ښه وځلېدل او د ډالیو ګټونکي شول.
د یادو سیالیو موخه د وزلوبې ورزش ته وده ورکول او د خلکو ترمنځ یووالی رامنځته کول و، چې دوې ورځې یې دوام وکړ.
