بغلان؛ مرکز پلخمري ښار کې د ۷۰ چاپندزانو ترمنځ د وزلوبې سیالۍ وشوې
د بغلان ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د وزلوبې، نېزه وهلو او دودیزو لوبو ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په مرکز پلخمري ښار کې له سمنګان، سرپل او بغلان ولایتونو د ۷۰ چاپندزانو ترمنځ د وزلوبې سیالۍ وشوې.
د دغو سیالیو په پایله کې عزیزالله بغلاني، وکیل چرم ابي، جاوید سرپلي او معسود شیرپور پهلوانانو د اتلولۍ مقامونه ترلاسه کړل.
