زابل؛ شاجوی ولسوالۍ کې د ۴۵ ورزشکارانو ترمنځ د لاس چپه کولو سيالۍ وشوې

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۲ - ۱۱:۳۵
زابل؛ شاجوی ولسوالۍ کې د ۴۵ ورزشکارانو ترمنځ د لاس چپه کولو سيالۍ وشوې

د زابل ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ، د ملي او دوديزو لوبو مدیریت له لوري د ياد ولايت په شاجوی ولسوالۍ کې له دوو کلبونو ۴۵ ورزشکارانو ترمنځ د لاس چپه کولو سيالۍ وشوې.

دا سيالۍ د محمد خان او عزیز خان کلبونو ورزشکارانو ترمنځ ترسره شوې، چې په پايله کې د عزيز خان کلب ورزشکارانو په بريا پای ته ورسېدې.

د يادو سياليو موخه ملي او دوديزو لوبو ته وده ورکول او يوه ورځ يې دوام وکړ.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۵۶
Background image

زابل؛ مرکز قلات ښار کې د اتو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په مرکز قلات ښار کې د اتو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې، چې دوې اوونۍ به دوام وکړي.

د یادو سیالیو لومړۍ لوبه کې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۵۴
Background image

پکتيکا کې د ۲۶ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د پکتيکا ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز علي خان کلي کې د ۲۶ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ چې يوه مياشت مخکې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۵۳
Background image

زابل کې د ۲۱ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې سيالي وشوه

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د اتلتيک فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز قلات ښار کې د ۲۱ ورزشکارانو ترمنځ په درې عمري کټگوریو کې د ځغاستې سيالي وشوه.

دا. . .

BACK TO NEWS