هلمند؛ ګرمسیر ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې
د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په ګرمسیر ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې، چې یوه اوونۍ به دوام وکړي.
د یادو سیالیو لومړۍ لوبه کې اقبال لوبډلې د ۴ پر ۳ ګولونو په توپیر خپلې سیالې اریانا لوبډلې ته ماتې ورکړه او د سیالیو لومړۍ بریا یې خپله کړه.
