غور؛ تيوره ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پيل شوې
د غور ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په تيوره ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پيل شوې.
د دغو سياليو په لومړۍ لوبه کې اهلال لوبډلې خپلې سیالې خراسان لوبډلې ته د ۷ پر ۳ ګولونو په توپير ماتې ورکړه او لومړۍ بريا يې خپله کړه.
د يادو سياليو موخه د فوټبال لوبو ته وده ورکول او د ځوانانو هڅول دي، چې دوې اوونۍ به دوام وکړي.
