جوزجان؛ مرکز شبرغان ښار کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې
د جوزجان ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د والیبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په مرکز شبرغان ښار کې د والیبال سیالۍ، چې دوې ورخې مخکې پیل شوې وې د بلاروس لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د دغو سیالیو په پایلوبه کې بلاروس لوبډلې خپلې سیالې مبارز کاروان لوبډلې ته د ۳/۲ میدانونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي یې خپله کړه.
د یادو سیالیو موخه د والیبال لوبو ته وده ورکول و، د سیالیو په پای کې غوره لوبډلې او لوبغاړو ته چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.
