له بحرين او سعودي عربستان څخه مډال راوړونکي ورزشکاران د يوې ځانګړې غونډې په ترڅ کې وستایل شول
د افغانستان المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست له لوري د رياست الوزراء عالي مقام په مالي ملاتړ د بحرين د نويو ځوانانو اسيايي سياليو او د سعودي عربستان د اسلامي هېوادونو د پيوستون سياليو څخه مډال راوړونکي ورزشکاران د يوې ځانګړې غونډې په جوړولو سره وستایل.
په دغه ستاينغونډه کې د هېواد ورزش ادارې عمومي رئيس مولوي احمدالله وثیق، فني او مسلکي مرستيال حافظ احمد جان ځدراڼ، د رياست الوزراء عالي مقام د دفتر عمومي رئيس ډاکټر ملا عبدالواسع خادم، د ا.ا.ا وياند ذبيح الله م.ج.اه.د د بېلابېلو ام.ا.رت.ي ادارو مسوولينو، ورزشکارانو او د رسنيو استازو ګډون کړی و.
د دې غونډې د پيل وينا پر مهال د هېواد ورزش ادارې فني او مسلکي مرستيال حافظ احمد جان ځدراڼ ټولو راغلو ميلمنو ته د ښه راغلاست ترڅنګ زياته، چې په هېواد کې د سرتاسري امنيت له برکته ورزش ډېره وده کړې ده.
همدارنګه دې غونډې ته د وينا پر مهال د هېواد ورزش ادارې عمومي رئيس مولوي احمدالله وثیق وويل، سږ کال افغان ورزشکارانو ښې لاسته راوړنې لرلي، چې د افغانستان په تاريخ کې يې ساری نه ليدل کېږي.
دغه راز نوموړي ورزش، ارزش وباله او دغه يې د يووالي او وحدت سمبول ياد کړ.
همدارنګه د رياست الوزراء عالي مقام د دفتر عمومي رئيس ډاکټر ملا عبدالواسع خادم، خوښې وښوده، چې په داسې يو پرتمین مجلس کې ګډون کوي او ټولو مډال راوړونکو ته يې د مبارکۍ ترڅنګ د نورو برياوو غوښتنه وکړه.
دغه راز د ا.ا.ا وياند ذبيح الله م.ج.اه.د وويل، خوښ يم، چې افغانستان په مختلفو برخو کې ځلیږي او نيک نامي راوړي، زموږ ځوانان هم د ورزش په برخه کې ځلیږي او وياړونه راوړي.
همدارنګه نوموړي زياته کړه، د افغانستان ورزش په دې وروستيو کلونو کې د نړۍ په سطحه ځلیدلی دی او د نړيوالو رسنيو په سرټکي بدل شوی دی.
د ويلو ده، چې د دې ستاينغونډې په پايله کې مډال راوړونکو ورزشکارانو ته بېلابېل ډوله موټرونه، موټرسايکلونه او روزونکو ته يې مختلفې ډالۍ ورکړل شوې.
