ننگرهار کې د اوو بېلابېلو رشتو ورزشي اوونۍ پيل شوه
د ننگرهار ولايت د بدني روزنې او ورزش ریاست په همغږۍ، د خراسان پوهنتون له لوري د اوو بېلابېلو رشتو "ورزشي اوونۍ" پيل شوه.
دغه ورزشي اوونۍ د خراسان پوهنتون په انگر کې ترسره کېږي، چې پکې به د رسۍ کشونې، کرېکټ، کراټې، واليبال، فوټبال او ووينام سياليو ترڅنگ د جمناسټیک نمايشات هم ترسره شي.
د يادې ورزشي اوونۍ موخه زده کړيالانو لپاره د سالمې تفريح برابرول او د ورزشکارانو فزيکي وړتياوو لوړول ښودل شوې.
