د شپږ ګولونو سره میلمه پالنه
د منچسټر سیټي فوټبال لوبډلې په یوه په زړه پورې لوبه کې لیسټر سیټي ته ۶-۳ ماتې ورکړه.
دغه لوبه د منچسټر سیټي په کوربه توب ترسره شوه؛ منچسټر سیټي چې په وروستیو اوونیو کې یې په انګلیس غوره لیګ کې ښې پایلې درلودې، په لومړیو ۲۵ دقیقو کې د لیسټر سیټي په وړاندې څلور ګولونه ووهل.
خو لیسټر په دویمه نیمايي کې درې ګولونه وکړل دوی د خپل څلورم ګول په لټه کې و، سیټي دوه ځله ګول وکړ او په دې په زړه پورې لوبه کې یې خپل سیال ته ۶-۳ ماتې ورکړه.