د کرېکت له نوولس کلنو کم عمره او ملي لوبډلې خپلو سیالانو ته ماتې ورکړې

org2_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲ - ۱۱:۱
د کرېکت له نوولس کلنو کم عمره او ملي لوبډلې خپلو سیالانو ته ماتې ورکړې

د کریکټ له نوولس کلونو کم عمره لوبډلې تانزانیا ته د نهه ویکټو په توپیر ماته ورکړه او د نړۍوال جام روانو سیالیو کې یې پرلپسې د درېیمې بریا په خپلولو د ګروپ مخګښې لوبډلې په توګه بل پړاو ته لار ومونده.

همدارنګه د کریکټ ملي لوبډلې له ویسټ انډیز سره د (اي انډ) د درط شل اوریزو نړۍ والو سیالیو په دویمه لوبه کې دغې لوبدلې ته د ۳۹ منډو په توپیر ماته ورکړه.

له دغو سیالیو څخه نصرت الله نورستاني په ۱۹ کلونو کم عمره لوبډله کې او مجیب الرحمن په ملی لوبډله کې د غوره توپ اچوونې له امله د لوبې غوره لوبغاړي ونومول شول.

د کریکټ ملي لوبډله به خپله وروستۍ لوبه نن ماښام د دوبۍ نړۍوال لوبغالي کې له ویسټ انډیز سره وکړي او له ۱۹کلونو کم عمره لوبډله به راتلونکي پړاو کې د سیالانو له ټاکل کېدو وروسته خپلو سیالیو ته دوام ورکړي

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۵ - ۱۳:۲۶
Background image

پکتیکا؛ مرکز ښرنه کې د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په مرکز ښرنه کې د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ د مدت خېل لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه کې مدت. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۵ - ۱۳:۱۷
Background image

کندز کې د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د سیمه‌ییزې پهلواني سیالۍ ترسره شوې

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت مرکز کې د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د سیمه‌ییزې پهلواني سیالۍ ترسره شوې.

د یادو سیالیو په پای کې ۲۰ تنو خپلو سیالانو ته په ماتې. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۵ - ۱۳:۵
Background image

میدان وردګ؛ چک ولسوالۍ کې د ۲۰۰ غشي ویشتونکو ترمنځ د غشي ویشتلو سیالۍ ترسره شوې

د میدان وردګ ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په چک ولسوالۍ کې له درېیوو کلیو د ۲۰۰ غشي ویشتونکو ترمنځ د غشي ویشتلو سیالۍ ترسره شوې.

د یادو سیالیو په پای کې آدم. . .

BACK TO NEWS