باميان؛ یکاولنگ ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ پيل شوې
د باميان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په يکاولنګ ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ پيل شوې، چې دوې اوونۍ به دوام وکړي.
د دغو سياليو په لومړۍ لوبه کې ګرګ لوبډلې خپلې سیالې ګزګ لوبډلې ته د ۲/۰ ګولونو په توپير ماتې ورکړه او لومړۍ بريا يې خپله کړه.
د يادو سياليو موخه د ځوانانو ترمنځ يووالی رامنځته کول او د فوټسال لوبو ته وده ورکول دي.
