پکتیکا؛ مټاخان خان ولسوالۍ کې د ٢٠ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې
د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د ياد ولايت په مټاخان خان ولسوالۍ کې د ٢٠ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د بلال خروټي لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.
د یادو سیالیو پایلوبه کې بلال خروټي لوبډلې د درېیوو ویکټو په توپیر خپلې سیالې سیف الله انګار لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې وګټله.
دا سیالۍ د ځوانانو ترمنځ د یووالي په موخه ترسره شوې، چې ١٤ ورځې یې دوام وکړ.
