کندز؛ په امام صاحب ولسوالۍ کې د ۵۰ چاپندازانو ترمنځ د وزلوبې سيالۍ وشوې
د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د وزلوبې فدراسیون د استازولۍ له لوري د امام صاحب ولسوالۍ په ایسکي سیمه کې د ۵۰ چاپندازانو ترمنځ د وزلوبې سیالۍ وشوې.
په دغو سیالیو کې میدان د حکم له لوري یو اخرالاق اعلان شو، چې په ټاکلي وخت کې مبارک شاه پهلوان تر ټاکلې دایرې ورساوه او د ډالیوګټونکی شو.
