بارسلونا د اسپانیا فوټبال سوپر کپ پایلوبې ته ووته

org2_admin
بارسلونا د اسپانیا فوټبال سوپر کپ پایلوبې ته ووته

بارسلونا د اسپانیا فوټبال سوپر کپ سیالیو نیمه پایلوبه کې اتلتیک بلباوو ته د ۵ – ۰ ګولونو په توپیر ماته ورکړه او پایلوبې ته ووته.

د دغو سیالیو دویمه نیمه پایلوبه کې به ریال مادرید د اتلتیکو مادرید پر وړاندې نن شپه د سیالۍ ډګر ته ښکته شي.

یادې سیالۍ هر کال د اسپانیا فوټبال غوره لیګ او کوپا دل ري فوټبال غوره لیګ څخه د څلور غوره لوبډلو تر منځ تر سره کېږي.

د ویلو ده، چې د اسپانیا فوټبال سوپر کپ سږ کال د سعودي عربستان په کوربه‌توب په جده ښار کې د روانې میلادي میاشتې پر اوومه پیل شوي او تر ۱۱مې به دوام وکړي.