بلخ ؛ مرکز مزارشريف ښار کې د ۵۰ چاپندازانو ترمنځ د وزلوبې سيالۍ وشوې

org2_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۷ - ۱۰:۳۸
بلخ ؛ مرکز مزارشريف ښار کې د ۵۰ چاپندازانو ترمنځ د وزلوبې سيالۍ وشوې

د بلخ ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د وزلوبې، نېزه وهلو او دوديزو لوبو ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت د مرکز مزارشريف ښار په په مقيم بای ورزشي لوبغالي کې د ۵۰ چاپندازانو ترمنځ د وزلوبې سيالۍ وشوې.

د دغو سياليو په پایله کې مصطفی پهلوان او انور پهلوان خوسی تر حلالې دایرې ورسوه او د نغدي ډاليو ګټونکي شول.

د يادو سياليو موخه د وزلوبې ورزش ته وده ورکول او د خلکو ترمنځ يووالی رامنځته کول و، چې يوه ورځ يې دوام وکړ.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۸ - ۱۷:۵۸
Background image

جوزجان؛ مرکز شبرغان ښار کې د ۱۳ لوبډلو ترمنځ د واليبال ژمنۍ سيالۍ پای ته ورسېدې

د جوزجان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د واليبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز شبرغان ښار کې د ۱۳ لوبډلو ترمنځ د ژمي جام په نوم د واليبال سيالۍ، چې لس. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۸ - ۱۲:۴۵
Background image

بلخ؛ شورتپې ولسوالۍ کې د ۱۱۰ کورشکارانو ترمنځ د کورش سیمه ییزې سیالۍ ترسره شوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په شورتپې ولسوالۍ کې د ۱۱۰ کورشکارانو ترمنځ د کورش سیمه ییزې سیالۍ ترسره شوې، چې یوه شپه یې دوام وکړ.

د دغو سیالیو په پایله. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۸ - ۱۱:۹
Background image

هرات؛ اوبه ولسوالۍ کې د ۱۴ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د هرات ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت د اوبه ولسوالۍ له ختيځو سيمو د ۱۴ لوبډلو ترمنځ د امتيازي جام د فوټبال سيالۍ، چې دوې. . .

BACK TO NEWS