فیفا: فوټبال نړیوال جام دې هر دوه کال وروسته وشي.
نعيم پرهېز
چهارشنبه، مرغومی ۱، ۱۴۰۰
د فوټبال نړیوال فدراسیون مشر اعلان وکړ چې له دې وروسته دې د فوټبال نړیوال جام سیالۍ د څلور پرځای هر دوه کاله وروسته وشي.
که څه هم امریکايي او اروپايي کنفدراسیونونو د نوموړي د دې پلان پر وړاندې مخالفت ښودلی، خو نوموړی وايي په جدیت سره هڅه کوي چې د فوټبال دا لوبې له خپل پلان سره سمې ترسره کړي.
دغه راز د فوټبال د نړیوال فدراسیون د غونډې په درشل کې، چې د دې فدراسیون د څه باندې ۲۰۰ هېوادونو استازو ګډون درلود، د فیفا مشر جیاني انفانتینو ټینګار وکړ، چې د فوټبال نړیوال جام د هرو څلورو کلونو پر ځای په هر دوه کال پس ترسره کېږي، چې دا به د ټولو په ګټه به وي.