پکتیا؛ څمکنیو ولسوالۍ کې د ۳۰ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې
د پکتیا ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست په همکارۍ او د والیبال فدراسیون د استازولي له لوري د څمکنیو ولسوالۍ په لنډي راعه کلي کې د ۳۰ لوبډلو ترمنځ د والیبال دوستانه سیالۍ د منگل منتخبې لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د يادو سیالیو په پایلوبه کې د منگل منتخبې لوبډلې خپلې سیالې پټان لوبډلې ته د ۳ پر ۲ میدانونو په توپیر سره ماتې ورکړه او اتلولي يې وگټله.
دا سيالۍ د نشه يي توکو په وړاندې د مبارزې او د ځوانانو ترمنځ د يووالي په موخه ترسره شوې، چې شاوخوا ۴۰ ورځې يې دوام وکړ.
