سویا 1-1 بارسلونا؛ ریال ته د بارسا ډالۍ
چهارشنبه ۱ د مرغومی ۱۴۰۰
سمیر هیبت
بارسلونا له سویا سره لوبه ۱-۱ مساوي کړه.
سویا، د لالیګا د جدول په سر کې د ریال ماډریډ ترټولو نږدې سیال دی، نن شپه د بارسلونا سره په کور کې 1-1 لوبه مساوي کړه د 18 اونۍ په پای د سویا توپير د ریال ماډریډ سره 5 پوائنټونو ته ورسېد.
په دې لوبه کې د بارسلونا لپاره رونالډ او د سویا یوازینی ګول پاپو ګومز وواهه.