دلوانته لوبډلی ماتی د والنسیا په وړاندې

ناپیژنده (not verified)
دلوانته لوبډلی ماتی د والنسیا په وړاندې

تمیم هیبت

سه شنبه ، لیندۍ٣٠مه ، ١٤٠٠

د اسپانیا د لالیګا د اتلسمې اونۍ د په وروستۍ لوبه کښې، چې تیره شپه د کابل په وخت په ۱۱:۳۰ بجو د والنسیا او لوانته د فوټبال ټیمونه د سیوتات دوالنسیا په لوبغالی کښې ترسره شوه. چې 4 : 3 مېلمه والینسیا وګټله.

په لومړۍ شیبو کې، دا لوانته و چې په 21 مه دقیقه کې د کامپانیا او مارټي په 24 دقیقه کې د ګولونو سره د سیالی لوبډلی مخکی شو.

د لومړۍ نیمايي له پای ته رسېدو یوه دقیقه وړاندې گونسالو گوئدس د والنسیا لپاره یو ګول ترسره کړ. تر سو چی لومړی نیمایی په ٢- ١ په مقابل پای ته ورسیده خو والنسیا په دویمه نیمایي کې ښه کار ته دوام ورکړ، کارلوس سولر د پنالټي ځای څخه د لوبې په پنځوسمی دقیقو کې لوبه مساوي کړه .

خو سولر په ۷۲مه دقیقه کې ځان دوه ګوله او والنسیا ۳ ګوله کړ. گوئدس ته هم همداسې وکړ او هغه هم په ۸۵مه دقیقه کې دوه ګول وواهل او د والینسیا څلورم ګول یې ترسره کړ.

لوانته په لوبه کې د ماتې څخه د تیښتې هڅه وکړه، مګر په 90 + 2 دقیقه کې د بارزي له ګول پرته بل کوم ګول ونه کړ او په دې توګه یې د کور لوبه والنسیا وبایلله .

له دې پایلې سره والینسیا ۲۸ امتیازه ترلاسه کړې او بارسلونا ته په ماتې ورکولو سره د جدول اووم ځای ته ورسېد.

لوانته د ٨ امتیازنو سره د جدول په پای کې پاتې شو.