نیمروز؛ مرکز زرنج ښار کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټسال غوره ليګ سيالۍ پيل شوې
د نيمروز ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز زرنج ښار کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ پيل شوې، چې دوې مياشتې به دوام وکړي.
د دغو سياليو لومړۍ لوبه کې بکواه اتلانو لوبډلې خپلې سیالې پيروزي لوبډلې ته د ۲/۱ ګولونو په توپير ماتې ورکړه او لومړۍ بريا يې خپله کړه.
د يادو سياليو موخه د فوټسال لوبو ته وده ورکول او زوني سياليو ته د غوره لوبډلې موندل دي.
